په لوګر ولایت کې د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت له لوري په لوګر ولایت کې، د افغانستان.ا.ا. له شاوخوا ۲۳۰ تنو م.جاهدینو څخه د هغوی د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئيس ، يو شمېر استادانو او علماء کرامو د یادې آزموینې لړۍ له نیږدې ولیده او ګډون والو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړاو ویې ویل چې د دغه پروسې بریالي نوماندان به د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انستیتوت کې شامل شي.
د دغه آزموینې ګډون وال په تېرو دوو لسیزو کې د ج.هادي بوختیاو له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو.
په ورته مهال د آزموینې ګډون والو د زده کړو له آسانتیاوو له امله د پوهنې وزارت مشرتابه څخه خوښي څرګنده او له نورو هېوادوالو يې وغوښتل، تر څو له شته فرصتونو په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.