په غزني ولایت کې د یو یاب دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۵۲
852

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند په خمت خېلو کلي کې د یوې دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د مقر ولسوالۍ پوهنې آمر وویل: د«شهدالبنات» مدرسې د بنسټ ډبره د خلکو په مالي مرسته کېښودل شوه او ټاکل شوې ده، چې د جوړېدو چارې یې په راتلونکو ۶ میاشتو کې بشپړې شي.

د پوهنې مسئولینو د څرګندونو له مخې: دغه دیني مدرسه ۴ درسي خونې، یوه اداري خونه او یو لوبغالی لري، چې په یو نیم جرېب ځمکه کې د شاوخوا یو ميليون افغانيو په لګښت سره جوړېږي.

ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له پوهنیز نظام سره د معارف دوسته خلکو د مرستو په لړ کې، د غزني ولایت له خلکو څخه د دوی د مرستو له امله مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS