د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې د یو باب مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه
د کابل ولایت خاک جبار ولسوالۍ اړوند په چکري کلي کې د حضرت حفصه «رضی الله عنها» په نوم ديني مدرسې ودانۍ، د پوهنې مسئولينو، علماوو، قومي مخورو او د ځایي خلکو په حضور کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د یادې مدرسې د ودانۍ مالي لګښت د محمد صدیق په نوم د یوه معارف دوست سخصیت لخوا ورکړل شوی.
د کابل ولایت پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمراو یو شمېر نورو علماوو په خپلو خبرو کې، د مدارسو او ښوونځیو د جوړولو په ارزښت خبرې وکړې او ځوانان یې علم او پوهې ته وهڅول.
بايد وويل شي، چې ياده دیني مدرسه ۳۰۰ زده کوونکي او ۱۳ استادان لري، چې تر دې وړاندې یې په یو کرایي کور کې خپل ښوونیز خدمات مخ ته وړل.
د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیز نظام لپاره د خلکو له دوام داره مرستو څخه مننه او قدارداني کوي.
