د دایکنډي ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د حفظ الصحې ۹ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۳
من

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ياد ولایت مرکز نیلي ښار او د شهرستان، میرامور، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو په ۹ بابه ښوونځيو کې د حفظ الصحې د ۹ پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په وينا، د يادو پروژو ټول لګښت پنځه ميليونه ٦٤٥ زره ٩٠ افغانۍ وو، چې د پوهنې په برخه کې د همکاريو بنسټونو له خوا ورکړل شوې دي.

دغه راز پوهنې رئيس د ماشومانو لپاره د ناروغيو د مخنيوي په موخه د پاکوالي ساتنه مهمه وبلله او په دې برخه کې يې د والدينو او مسئولينو د پاملرنې لارښوونه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د دايکنډي ولايت په نورو ښوونځيو کې هم د ورته پروژو د پلي کېدو له امله د پوهنې رياست د انجنيرۍ ټېمونه د دغو ښوونځيو په سروې بوخت دي.

باید وویل شي، چې په یادو پروژو کې ۴۸ تشنابونه او د پاکو اوبو د ۷ حلقو څاګانو کيندل شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS