په دایکنډي ولایت کې د يو باب ښوونځي الحاقيه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۲۲
25

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اړوند د هوايي ډګر تر شا د پولیسو په ښارګوټي کې، د يو باب ښوونځي الحاقيه څانګه، د پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار، دیني علماوو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

ياده الحاقيه د اړوند ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ تاسيس شوه.

دغه ښوونیز مرکز له لومړي څخه تر دويم ټولګي پورې ۵۵ تنو زده کوونکو ته په خوندي او مناسب چاپېریال کې د زده کړو آسانتيا برابره کړه.

د مراسمو په پای کې د دايکنډي د پوهنې رياست له لوري د يادې الحاقيې په زده کوونکو ښوونيز توکي او فرشونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS