په کابل او پکتیا ولایتونو کې له کډوالو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخيستل شوه

د پوهنې وزارت د کړنلارې په رڼا کې، د کابل ښار پوهنې رياست له ۱۸۰ تنو او د پکتیا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۰ تنو کډوالو زده کوونکو څخه د هغوی د سويې د تثبيت په موخه، آزموینه واخیستله.
د کابل او پکتيا ولايتونو د پوهنې رئيسانو د يادو ولايتونو له يو شمېر مسئولينو او علماوو سره په ګډه د دغو آزموينو څخه ليدنه وکړه.
د پوهنې رئيسانو د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونيزو او روزنيزو جوپړونو د وړاندې کولو په تړاو د پوهنې وزارت د کړنلارې په تړاو خبرې وکړې او زياته يې کړه، ياد وزارت ژمن دى، تر څو د هېواد د ټولو ماشومانو لپاره متوازن ښوونيز چوپړونه وړاندې کړي.
په ورته مهال د يادې آزموينې يو شمېر ګډون والو د زده کړو د آسانتياوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د خپل هېواد د آبادۍ لپاره هر راز صادقانه هڅې کوي.
په پام کې ده چې ياد زده کوونکي تر ارزونې وروسته، د ښوونځیو له اووم څخه تر دولسم ټولګیو کې د زده کړو د دوام په موخه شامل شي.