د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۱۹
214

نیمروز، کندوز، سرپل:
د نیمروز کندوز او سرپل ولایتونو پوهنې ریاستونو کې د اداري او تدریسي بستونو ډکولو لپاره له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

ننګرهار:
په بهر کې مېشت یو تن د پوهنې دوست هېوادوال، د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ترمی عالي لېسې لپاره د ۲۰ زره افغانيو په ارزښت تخنيکي وسايل وپېرل.

پکتیا:
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي «د اداري چارو آسانه کولو» په موخه له مسئولینو سره وکتل.

بلخ:
د بلخ مرکز مزارشريف ښار اړوند د ۵ بابه عالي لېسو د ۲۰۰۰ تنو زده كوونكو تر منځ " امام ابوحنيفه رحمه الله وپېژنو" تر سرليك لاندې علمي سيالۍ ترسره شوې.

بادغیس:
د پوهنې یو همکار بنسټ، د بادغیس ولایت د ۶۷ بابه ښوونځیو ۱۲ زره ۶۴۰ تنو زده کوونکو ته د ۴ میلیونه ۲۴۲ زره ۵۴۵ افغانیو په ارزښت درسي توکي ووېشل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د پوهنې وزارت او افغان پست اما/رتي شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسليک شو

د ملک په سطحه ښوونکو ته د لا زياتو اسانتياوو برابرولو په موخه د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست او افغان پست اما/رتي شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسليک شو.
ياد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۵۸
Background image

د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو لړۍ دوام لري

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې معلومولو په موخه، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۳۵ تنو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
ټاکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۵۴
Background image

د غزني ولایت د عثمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند کمالو کلي د عثمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې مسئولینو په حضور کې د یوې غونډې. . .

BACK TO NEWS