د پوهنې وزارت سرپرست له لوري په بلخ ولایت کې یو شمېر مدارس او ښوونځي پرانیستل شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۳:۲۹
fkh

د پوهنې سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، چې د یاد ولایت پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه یې درلود؛ د دغه ولایت د پوهنې مسؤلینو حضور کې په رسمي ډول لاندې مدارس او ښوونځي پرانیستل:

۱- په مرکز مزارشریف ښار کې «د المهتدون مدرسه»، چې ۳۵ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.

۲- د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې «د حنیفه البیضاء مدرسه»، چې ۱۱ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

۳- په مزارشریف ښار کې د حسن بن علي« کرم الله وجهه» دیني مدرسه، چې د ۴ مېلیونه افغانیو لګښت سره جوړه شوې ده.

۴- د مرکز اړوند هوايي بلاکونو عالي لېسه، چې د ۳۸ مېلیونه ۳۸۷ زره ۸۰۰ افغانیو په ارزښت یې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

۵- په مزارشریف کې «د مهجوبه هروي لومړني ښوونځي ودانۍ » چې په جوړولو یې ۲۵ مېلیونه ۶۶۰ زره ۲۵۰ افغانۍ لګښت راغلی.

۶- د یاد ولایت په مارمل ولسوالۍ کې «د ملا افغان منځنی ښوونځی»، چې د ۸ مېلیونه ۲۵۲ زره ۶۴۷ افغانیو لګښت سره جوړ شوی دی.

د يادونې وړ ده، د بلخ عالي دارالعلوم هم د پورتنيو ښوونیز بنسټونو د ودانيزو پروژو له جملې څخه دى، چې په دې وروستيو کې يې د جوړېدو چارې پيل شوې او لګښت يې ۵ مېليونه افغانۍ اټکل شوى دى.

د ویلو ده، چې ياد ښوونيز بنسټونه د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو په مالي مرسته رغول شوي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست د یادو پروژو د پرانیستنې پر مهال په خپلو خبرو کې، د پوهنې ریاست مسئولینو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د هېواد بچیانو سره له هر ډول اړیکو پرته ښه چلند وکړي او هغوی ته په اسلامي روحیه او هېواد ته د صادقانه خدمت په موخه روزنه ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS