د پوهنې وزارت سرپرست په بلخ ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو یو شمېر پروژې پرانیستلې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۴:۳۳
25656

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د بلخ ولایت د پوهنیز وضعیت په لیدنې او ارزونې بوخت دی؛ د ښوونیزو بنسټونو د ودانیو پرانیستلو په لړ کې، نن یو شمېر نورې پروژې هم پرانیستلې:

١_د بلخ ولايت دهدادي ولسوالۍ اړوند د قلعه جنگي عالي لېسې د ودانۍ رغونه، چې لګښت یې ٢١ مېليونه ١٦٥ زره ٣٢٠ افغانۍ اټکل شوی دی.

٢_ د دولت آباد ولسوالۍ د رابعه بلخي لېسې د ودانۍ بیارغونه، چې ۳ مېليونه ٥٩٤ زره ٥٧٠ افغانۍ لګښت پرې راځي.

۳-- د بلخ عالي دارالعلوم د ودانۍ بنسټ ډبره اېښودل، چې په پام کې ده، د ۵ مېلیونه افغانیو لګښت سره جوړه شي.

د يادونې وړ ده، تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا د«حنیفه البیضاء» مدرسې ودانۍ هم پرانيستل شوې وه، چې څه باندې ۱۱ مېليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى و.

د پوهنې وزارت سرپرست د پورتنیو پروژو د پرانیستې پرمهال، د ټولنې په پرمختګ او سمون کې د پوهنې ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: په پوهنیز نظام کې کمیت او کیفیت یو له بل سره لازم او ملزوم دي او موږ په دې برخه کې خپلو جدي هڅو ته دوام ورکوو.

د يادونې وړ ده، چې یادې پروژې د پوهنې همکارو بنسټونو له خوا تموېلیږي.

همدارنګه تېره ورځ هم په بلخ ولايت کې د پوهنې وزارت سرپرست له لوري د يو شمېر مدارسو او ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې، چې په یاد ولایت کې د پروژو ټولیز شمېر ۹ بابه مدارسو او ښوونځيو ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS