د پوهنې وزارت معین د پکتیا ولایت پوهنیز وضعیت وارزاوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۱۷
21

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوی، د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته ورسېد.

په هغه غونډه کې چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي سره درلوده، په ترڅ کې یې د پکتیا ولایت پوهنې رئیس د دغه ریاست کاري راپور پلاوي ته وړاندې کړ، چې د وزارت مشرتابه پلاوي له لوري یې ستاینه وشوه.

د پوهنې وزارت پلاوي د پکتیا پوهنې مسئولینو وړاندیزونه، نظریات او ستونزوې واورېدې او د حل په برخه کې یې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز د پلان له مخې، ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت معین د پوهنیز وضعیت ارزونې لپاره، د یاد ولایت سرحدي ولسوالیو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS