د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۰:۲۶
55

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل او د دې لیدنې په ترڅ کې د دواړو وزارتونو ترمنځ پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وشوې.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د ڪډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په یو لړ مهمو موضوعاتو، د کډوالو په ښارګوټو کې د ښوونځیو جوړولو، د کډوالو زده‌کوونکو لپاره د لازیاتو ښوونیزو آسانتیاوو په برابرولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.

په پای کې د دواړو لورو ترمنځ، د ستونزو پرحل، ګډو همکاریو او په راتلونکي کې د ورته مجلسونو پر دوام ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS