د پوهنې ځینې ولایتي خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۱:۲۰
12

په ولایتونو کې په جلا جلا توګه رقابتي آزموینه:

په تخار ولایت کې د بهارک او هزار سموچ ولسوالیو د مدارسو خالي بستونو ډکولو په موخه له ۵۴۶ تنو علماوو څخه، په فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ د ښوونکو د خالي بستونو ډکولو لپاره له ۷۰ تنو څخه او په هرات ولایت کې له ۱۲۰ تنو څخه د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو د ۴۹ بستونو ډکولو په موخه آزموینه واخیستل شوه.

بغلان:

د بغلان ولایت په مرکز کې د ښوونځیو له ۱۲۰۰ تنو زده کوونکو څخه، د ا/ مارت پېژندنې تر عنوان لاندې آزموینه واخیستل شوه، په پام کې ده، چې د یادې آزموینې ممتاز زده کوونکي د پوهنې ریاست له خوا وهڅول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته ورسېد. په پيل کې نوموړي په هغه غونډه کې چې د بلخ پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

BACK TO NEWS