په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۹:۴۵
dfgh

د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د شهداء مرکزي لېسې ودانۍ، چې د سږ کال اورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، بیاځلې جوړه او د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو له لوري پرانیستل شوه.

د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني په وينا، د يادې لېسې په ترميم ټولټال ۴۰۰سوه زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د همدغې ولسوالۍ د پوهنې مينه والو له خوا ورکړل شوى دى.

د پوهنې وزارت مشرتابه د جاغوري ولسوالۍ د اوسېدونکو له مرستې مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته ورسېد. په پيل کې نوموړي په هغه غونډه کې چې د بلخ پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

BACK TO NEWS