د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري د دیني مدارسو د احصائیې راټولولو په موخه غونډه جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۳۰
mnbvcxbv

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د یاد وزارت د احصائیې رئیس مولوي بسم الله نعماني او یو شمېر کارپوهانو حضور درلود.

په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د دیني مدارسو احصائیې راټولول خورا اړین وبلل او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، تر څو د دیني مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو احصائیې راټولولو په موخه ځانګړي فورمونه جوړ او پر بنسټ یې له ولایتونه دقیقه احصائیه راټوله کړي.

ورپسې د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس هم د موضوع په اړه خپل نظر څرګند او مسئولینو ته یې په یاده برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS