د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لوګر ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۴:۴۹
tfg

د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په داسې حال کې چې د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي هم حضور درلود؛ د یاد ولایت د ښوونځیو د اداري او تدریسي څانګو ۳۰۰ تنو کارکوونکو ته یوه اصلاحي غونډه دایره کړه. په دغه غونډه کې یاد پلاوي د پوهنې کارکوونکو ته په خطاب کې د شرعي مسایلو په بیانولو سره له هغوی وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او له مراجعینو سره نېک چلند ترسره کړي. .له بلې خوا د لوګر پوهنې رئیس ياد ولايت ته د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو لارښوونو او پلانونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې په برخه کې د میدان وردګ ولایت د خلکو مالي مرستې دوام لري

د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د غازي بابا لومړني ښوونځي ته د ۹۰۰ سعودي ريالونو په ارزښت د دې ولسوالۍ د يو شمېر اوسېدونکو له خوا چې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۶
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۰۳ لمریز کال لړم میاشتې ولایتي سفرونو راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مولوي جمعه خان"سروري" او ورسره مل پلاوي د لړم میاشتې له لومړۍ تر ۲۶ مې نېټې د هېواد ۹ شمالي( بغلان، کندز، تخار، بدخشان، بلخ، جوزجان، سرپل،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۴
Background image

د پوهنې وزارت د تدارکاتو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت دمقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب له لوري، مولوي عبدالوکیل د تدارکاتو رياست د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً. . .

BACK TO NEWS