د غزني ولایت د خلکو په مالي مرسته د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۰:۵۲
gfd

د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، په پام کې ده، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د شاکي کلي ا ړوند د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ په ۱۱ جرېبه ځمکه کې د ۹۵ زره ډالرو لګښت سره جوړه شي، چې په پایله کې به یې ۴۰۰ تنو زده کونکو ته یو مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته شي.

د ياد ښوونځي د جوړېدو لګښت د همدغه ولسوالۍ د خلکو له لوري ورکول کېږي.

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ښوونځي د پرانیستې پر مهال د ماشومانو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د خپلو همکاریو د جاري ساتلو په لړ کې له پوهنې څخه ملاتړ وکړي.

د پوهنې وزارت مشرتابه هم د ښوونیز نظام په برخه کې د خلکو له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS