په لوګر ولایت کې د یو لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۱۷
jghf

د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار اړوند د جبارخېل کلي یو تن معارف دوست شخصیت، سیف الرحمن حنیف زاده خپله یو جرېب ځمکه معارف ته وقف کړه.

د پوهنې رياست د مسئولينو د معلوماتو له مخې، د یادې ځمکې بيه شاوخوا ۱۰۰زره افغانۍ ده، چې د احرار لومړني ښوونځي جوړېدو په موخه، پوهنې رياست ته ورکړل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به د ياد کلي ۲۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د دغه علم پرور هېوادوال له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS