په بدخشان ولايت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ د ۳۱۰ زره ۲۰۰ ډالرو په لګښت ورغول شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۴۷
rfghj
د بدخشان ولايت په مایمي ولسوالۍ کې د جامرچ ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې او د يادې ولسوالۍ د فرهنګي شخصيتونو، قومي مخورو، علماءکرامو او د خلکو د استازو په حضور کې د پوهنې مسئولينو له خوا پرانيستل شوه.
د بدخشان پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني په یوه پیغام کې یادونه وکړه:
د یاد ښوونځي په جوړولو ټولټال ۳۱۰ زره ۲۰۰ ډالره لګښت راغلی، چې د پوهنې په برخه کې د خیریه بنسټ له لوري ورکړل شوی دی.
د ښوونځي دغه نوې ودانۍ د ۴۰۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړه شوې او ١٣ درسي ټولګي له نورو ضروري ملحقاتو سره لري، چې په ګټې اخيستنې سره يې ٥٦٠ تنو زده کوونکو ته په خوندي چاپېريال کې د زده کړو زمينه برابره شوه.
د پوهنې مسئولينو له زده کوونکو وغوښتل، تر څو د ښوونځي د وسايلو او تجهيزاتو ساتنې او ترميم ته جدي پاملرنه وکړئ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS