په کابل ولایت کې د یو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۲:۳۳
asdfgh
د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ پوهنې آمریت او سیمه ییزو ادارو په استازیتوب په یاده ولسوالۍ کې د "خروټي" منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد ښوونځی په درې جرېبه ځمکه کې جوړېږي، چې د درسي ټولګيو او اداري خونو ترڅنګ به نور اړين ملحقات هم ولري. که څه هم د ياد ښوونځي د جوړېدو لپاره د ځانګړو شویو پيسو په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو ټاکل شوې چې دغه ښوونځی د یادې ولسوالۍ د خلکو په مالي مرسته جوړ شي.
مسئولینو او ویناوالو هر یو په خپل وار سره د ښوونیزو بنسټونو د جوړولو او د هېواد بچیانو د سالمې روزنې په اهمیت خبرې وکړې او د تعلیمي ځایونو جوړول یې له صدقه جاریه کارونو څخه وبلل.
مسئولينو او زده کوونکو هم د خپل ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو خوښي څرګنده او په دې بaرخه کې يې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS