د پکتیکا ولایت کلیوالي مدارسو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۴۹
dfgh
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت په کلیوالي مدراسو کې یې له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د ۱۱ عنوانونو په ګډون ۴۵ زره ۲۹ ټوکه درسي کتابونه وېشلي دي.
د پوهنې مسئولين وايي، د ياد ولايت د ولسواليو د مدارسو د سهمیې پر بنسټ د يادو کتابونو د وېش لړۍ د دغه ولايت د ۲۵ ولسواليو په ۲۳۷ بابه مدارسو کې پيل شوی دی.
د يادو مدارسو زده کوونکو د دوى لپاره د درسي کتابونو د وېش په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS