په پکتیا ولایت کې یو باب ښوونځی ترمیم شو
د پکتيا ولايت اريوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند د بيان خېلو عالي لېسه د يادې ولسوالۍ د معارف دوسته خلکو له خوا بيا ورغول شوه.
د یاد ښوونځي د بیارغونې ټولیز لګښت ۲۱۴ زره ۷۵۰ افغانۍ راغلی دی.
د پکتیا پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي د مدارسو او ښوونځيو پراختيا او بيارغونه د پوهنې د حاصلولو لپاره ګټوره وبلله او دایې د صدقه جاریه کارونو څخه وګڼله.
د پوهنې وزارت رهبري هم د دغه ولایت د علم پروره خلکو له مرستو مننه کوي.