د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ودانۍ بیارغول کېږي

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۳:۹
kjh
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د شته تاسیساتو د بیارغاونې او پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د همدغې ادارې په انګړ کې د یو محراب جومات بيارغونې او پراختيا له پيل څخه د ليدنې پر مهال، اړوند ساختماني شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې له کيفيت لرونکو ساختماني توکو څخه کار واخلي او څرګنده يې کړه: په يادو پروژو کې د پوهنې ریاست د ودانۍ ترمیم، د جومات پراختیا او د پارک د جوړولو برخې شاملې دي، چې ټولټال ۲مېلیونه افغانۍ لګښت ورته ځانګړی شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS