د پوهنې مسئولینو د پغمان ولسوالۍ د ښوونځیو یو تن نوښتګر زده کوونکی وستایه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۳:۵۳
fdg
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ پوهنې آمر انجنیر حکمت الله زاهد په خپل دفتر کې د دې ولسوالۍ له یو تن تکړه او نوښتګر زده کوونکي سره وکتل.
دغه زده کوونکی توانېدلی چې له عادي سامانونو څخه بېلابېل برېښنایي وسایل لکه: برېښنایي جارو، ریموټ کنټرول، پکه، د اوبو پمپ او داسې نور جوړ کړي، چې اوسمهال د پغمان ولسوالۍ د پوهنې آمریت له خوا د یو ستاینلیک په ورکولو سره وویاړل شو.
ياد زده کوونکي د پوهنې له آمر سره د ليدنې پر مهال وویل، که ورته مالي او تخنيکي آسانتياوې برابرې شي، نو نور پرمختللي وسايل به هم چمتو کړي.
دغه نوښتګر زده کوونکي، د يادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو د هڅونې له امله مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS