د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس غزني ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۴:۱۳
tydhdf

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني، د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونیزو مرکزونو د آمرینو لپاره، په معیاري توګه د فورمونو ډکولو، د ښوونکو، زده کوونکو او نورو اړینو څانګو د احصائیې راټولولوپه موخه د مسلکي سیمینارونو پرانیسته وکړه.

په پيل کې د احصائیې رئیس د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او نورو مسئولینو سره تر کتنې وروسته، د ښوونځیو د مسئولینو لپاره ښوونیز سیمینار پرانیست.

باید وویل شي، چې په دغه سیمینار کې د یاد ولایت ۸۱۴ تنه آمرین او د ښوونځیو مدیران ګډون لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS