د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د موادو د توضيح په اړه د پوهنې وزارت کې يوه شانداره غونډه جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
gfdgds

هغه پرتمینه غونډه چې نن د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د موادو د توضيح په اړه جوړه شوې وه، پکې د یاد وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، معینانو، مرکزي رئیسانو، کارمندانو او د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي معین شیخ الحدیث سعید احمد شهیدخېل او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د مجلس ټولو ګډون والو په ځانګړې توګه د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معین ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اسلامي نظام کې یو مهم رکن دی او له ټولو مرکزي رئیسانو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو اړوندو اداراتو کې د ياد اصل تطبيق ته پوره پاملرنه وکړي.

ورپسې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي معین د ياد وزارت د توشیح شوي قانون په اړه ارزښتمن علمي توضيحات وړاندې کړل او ویې ویل: د اسلام دښمنان هر وخت د اسلامي امارت په قوانینو پسې منفي تبلیغات کوي؛ په داسې حال کې چې ياد قوانين سل په سل کې د اسلام د مقدس دين له اساساتو سره موافق دي او تطبيق يې د ټولنې د دنیوي او اخروي سعادت سبب ګرځي.

یاده غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS