د پوهنې وزارت د مدرسینو د مسلکي پراختیا د غړو د وړتیا لوړولو په موخه سیمینار پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۰
sfdsd

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د مدرسینو د مسلکي غړو د وړتیا لوړولو سیمینار، د یاد وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله «آغا»، د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده»، د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل او د دغه وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شو.

په پیل کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس الحاج مولوي عبدالقدوس «قدوسي» حاضرو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمینار په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دغه سیمینار د پیلولو اساسي موخه، د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو او تدریسي میتودونو پياوړتیا او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پوهنیز کیفیت لوړول دي.

ورپسې د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معین په خپلو خبرو کې د مدارسو د تاسیس، د بستونو د تخصيص، مدرسینو لپاره د روزنيزو ورکشاپونو د جوړولو او د دغه معینیت د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د دغه ډول ښوونيزو پروګرامونو پر دوام يې ټينګار وکړ.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین په هېواد کې د پوهنې د کیفیت لوړولو په تړاو څو مهمې خبرې وکړې او د ښوونیز کیفیت لوړوالی یې د هېواد د راتلونکي ښوونیز نظام د لاپرمختګ یو مهم بنسټ وباله.

همدارنګه د یاد وزارت د مقام ستر سلاکار شیخ مولوي سید غیاث الدین آغا په ګډون نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او د افغانستان د پوهنیز نظام په لاپیاوړتیا کې یې د دغه وزارت د مشرتابه له هڅو ډاډ ورکړ.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS