په لوګر ولایت کې د ۲۱،۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۹
asfdasd

د لوګر ولايت پوهنې رياست د خبرپاڼې له مخې: د یاد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د ملک شير احمد کوچي او شلوک او په بره کي برک ولسوالۍ کې د مومندو او شيخانو ښوونځيو د ترمیم او بیارغونې چارې د یو همکار بنسټ په همکارۍ د ۲۱،۹ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

د يادو پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې رئيس الحاج عبدالرحمن حميدي، مسئولينو، د ولایت مقام مرستیال مولوي محمد انور دين پرور، یو شمېر دیني علماءکرامو، فرهنګیانو او قومي مخورو حضور درلود.

د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې: د يادو بنسټونو د بيارغونې په پروژو کې د احاطوي دېوالونو جوړول، د پاکو اوبو څاګانو کيندل، د لمريزې برېښنا د سيسټم نصبول، د ښوونځيو د انګړ کانګرېټ کول او داسې نور شامل دي.

مسئولینو په خپلو خبرو کې د هېواد د ماشومانو لپاره د پوهنې وزارت پراختیايي پلانونو ته په اشارې سره، د زده کړو په برخه کې د لازیاتو آ سانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

له بلې خوا د سیمې اوسیدونکو د هېواد بچیانو ته دزده کړو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې، د پوهنې وزارت د مشرتابه او مسئولینو له هلو ځلو مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS