په جوزجان ولایت کې د ښوونځیو لپاره د ۲۵۰ پایې مېزونو - څوکیو مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۵
sdads

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې، د جوزجان ولایت مرکز اړوند د عرب خانې او جنرال عبدالحکیم لېسو لپاره ۲۵۰پایې دوه نفره مېزونو-څوکیو مرسته وکړه. د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله د پوهنې له ملاتړو بنسټونو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه، هڅه کوو چې د خپلو ښوونځیو نیمګړتیاوې او اړتیاوې د پوهنې له بودیجې، همکارو ادارو او په ټولنه کې د علم پروره خلکو له مرستو څخه بشپړ کړو. د يادو ښوونځيو مسئولينو او زده کوونکو هم د خپلو ښوونځيو په مېزونو - څوکيو تجهیزولو خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS