د غزني ولایت پوهنې ریاست کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم » د سیالیو پایلې اعلان شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۸
ret

په هغه غونډه کې چې پکې د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت مسئولینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت رهبري، یو شمېر استادانو او علماء کرامو حضور درلود؛ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم » د سیالۍ پایلې اعلان شوې. په پيل کې د غزني پوهنې رئيس د ټولنې په اصلاح کې د ديني ارشاداتو اهميت او رول ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا ډول کړنې د اسلامي ارزښتونو په پاللو او د هېواد د نويو نسلونو په روزلو کې مهم او د پام وړ رول لوبوي. نوموړي په ​​دغو سیالیو کې په پوره لېوالتیا سره د ځوانانو ګډون ستره لاسته راوړنه وبلله او د هغوی هڅې یې وستایلې. نورو ويناوالو هم په ټولنه کې د اسلام د سپېڅلي دين په ارزښت خبرې وکړې او د دیني ارشاداتو په رعایتولو يې ټينګار وکړ. په پاى کې د مسئولينو له لوري، د غزني ولايت ګيرو ولسوالۍ اړوند د مالک بن قيس عالي لېسې د يوولسم ټولګي ممتاز زده کوونکی نبي ګل د زرګل زوی ته چې په همدغه سیالۍ کې يې لومړى مقام ترلاسه کړی و، يو عراده موټرسايکل، دوهم مقام ګټونکي ته تحصیلي بورس او ۸ تنو نورو ته چی په دغو سیالیو کی یی غوره نمرې اخیستې وې جایزې او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو آمرینو او ښوونکو لپاره ورکشاپ پیل شو

د دایکنډي ولایت کجران او کیتي ولسوالیو د ښوونځيو ښوونکو او آمرینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» په نوم د شپږ ورځني تعلیمي ورکشاپ پروګرام پیل شو.
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

د پوهنې محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست د مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان په مشرۍ پلاوي، کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمدفرید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت امر بالمعروف او نهی عن المنکر په تنفیذ کمېټه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد رياست مسٸولينو لخوا د مرکزي هستې ټولو. . .

BACK TO NEWS