د یو شمېر ولایتونو د ښوونځیو له زده کوونکو څخه د آزمویښتي معیاري آزموینو اخیستلو لړۍ پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۵۸
ddf
د پوهنې وزارت د پلان رئیس مولوي حبیب الله «مؤذن» او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت اړوند اسماعیل خان مندوزيو ولسوالۍ په خړین عالي لېسه کې د معیاري آزموینو آزمویښتي پروسه پرانیسته، چې ور سره سم په څلورو نورو ولايتونو «بلخ، پروان، هرات او غزني» کې هم دغه لړۍ پيل شوه.
همدارنګه د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» د غزني ولایت پوهنې رئیس او مسئولینو سره په ګډه، په ياد یاد ولایت کې د آزموینو له بهیر څخه څارنه وکړه او زده کوونکو ته یې د علم او پوهې په تر لاسه کولو کې د زیاتو هلو ځلو توصیه وکړه.
په ورته مهال د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس په هرات، د څارنې او ارزونې رئیس مولوي غلام ربي رباني پروان او د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب په بلخ ولایتونو کې د ذکر شویو آزموینو له پروسو څخه څارنه وکړه.
پوهنې مسئولینو په یادو ولایتونو کې د آزمویښتي معیاري آزموینو له بهیر څخه د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په ښوونیزو بنسټونو کې د معیاري آزموینو په تعمیم سربېره، د عدالت او روڼتیا پر تامین ټینګار وکړ.
د همدغو ولايتونو پوهنې رئيسانو هم د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې او زده کوونکي يې وهڅول، تر څو په خپلو درسونو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له ۳ بابه ښوونځیو سره د څه کم ۲۵۰ زره افعانیو مرسته وشوه

د ښوونځیو زده کونکو ته د زده کړې لاښه لاسرسي په موخه، د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د خلکو لخوا د دولت زی، باتور او ایمني لېسو سره د ۲۴۳ زره افغانیو مالي مرسته شوې ده، چې د درسي خونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۲۳
Background image

فاریاب ولایت کې د ۲۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۲۱.۳۴ مېلیونه افغانیو په لګښت، د فاریاب ولایت په خواجه موسی ولسوالۍ کې د المار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د یاد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

هرات ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په ګذرې او زیرکوه ولسوالیو کې د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو او ترمیم چارې پیل شوې.

یادې پروژې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ پلي کېږي چې ټولټال ۴ مېلیونه ۴۸۰ زره افغانۍ لګښت به. . .

BACK TO NEWS