د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس کاپیسا ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۱۴
xzcdff
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍپلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه، کاپیسا ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي د دغه ولایت له پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني او آمرینو سره په کتنه کې د تعلیمي وضعیت په تړاو مفصل بحثونه وکړل.
د پوهنې وزارت پلاوي یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، د ۱۴۰۳ ښوونیز کال اړوند د پوهنې بودیجې د مصرف ارزونه، د تدارکاتي پروژو، د پاتې اسنادو او حوالو، د مدارسو د نویو لارښودونو برابرول، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د ښوونکو د پورونو د صندوق پرانیستل، د کار او املاکو په برخه کې د بیارغونې او ساختماني پروژو وضعیت له نږدې څېړل وبلل او د پوهنې پروژو په پلي کولو کې یې د بودیجې په لګښت کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د کاپیسا پوهنې رئیس د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، د تدارکاتي پروسو او پروژو پلي کولو په بهیر کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS