د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې ودانۍ د یو مېلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوه
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت اداري دفتر ودانۍ رغنیزې چارې چې څه موده وړاندې د یو مېلیون افغانیو په لګښت پیل شوې وې بشپړې او د پوهنې مسئولینو، ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.
د مسئولينو د څرګندونو له مخې: دغه ودانۍ چې ۴ اداري خونې او د غونډو تالار لري، د جوړولو لګښت يې د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا ورکړل شوى دى.
د پوهنې وزارت مشرتابه د غزني ولایت د خلکو په ځانګړې توګه د پوهنې دوستو خلکو له مادي او معنوي مرستو مننه کوي.
