د چین هېواد سفیر د پوهنې وزارت له ساینس مرکز ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۱۵
دئ
په هغه غونډه کې چې د چین هېواد سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، ځینو مرکزي رئیسانو او مسئولینو سره درلوده، په ترڅ کې یې د دواړو لوریو ترمنځ د پوهنیز نظام په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د چین هېواد سفیر ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې د افغانستان.ا.ا. د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي د ښوونې او روزنې سیسټم لاپیاوړتیا په برخه کې د چین هېواد د همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې د چین هېواد سفیر د ا.ا.ا. د لاسته راوړنو په تړاو خوښي څرګنده او د پوهنې په برخه کې یې د مرستو د دوام ترڅنګ زیاته کړه، چې د افغانستان له پوهنیز نظام څخه په کلکه ملاتړ او همکاري کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS