په بامیان ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو جوړولو لپاره څه د پاسه ۶.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۱
xdfgh

د باميان ولايت پوهنې مسئولين وايي، د یاد ولايت په شیبر ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو جوړېدو لپاره د خلکو له خوا څو جرېبه ځمکه مرسته شوې ده.

دا ملکیتونه ټولټال ۶،۵ جرېبه ځمکه کېږي، کوم چې؛

- ۳.۵ جرېبه د شیبر ولسوالۍ یو تن معارف دوست شخص حاجي محمد شریف لخوا د خواجه ابدال دیني مدرسې جوړولو لپاره وقف شوې ده.

- ۳ جرېبه ځمکه د همدې ولسوالۍ د اوسېدونکو ملا عبدالحکیم وارثانو له لوري د امام اعظم (رحمه الله) مدرسې جوړولو لپاره چې په امینداب کې موقعیت لري، ځانګړې شوې ده.

- او ۳ بسوې ځمکه د شیبر ولسوالی یو تن علمي شخصیت غوث الله لخوا د سرغندک منځني ښوونځي جوړولو لپاره وقف شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې پر دې سربېره د يادې ولسوالۍ د خلکو له خوا د ښوونيزو مرکزونو بيارغونې په موخه ٩٥ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

د پوهنې وزارت رهبري له پوهنیز نظام سره د هېواد د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ قدرداني کوي او د بامیان ولایت علم پروره ولس له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي پنجشېر ولايت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان پنجشېر ولایت د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د ياد ولايت پوهنې ریاست سرپرست، پوهنې مسئولینو، د ولسوالیو  پوهنې آمرينو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوست ولایت یو شمېر علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو محترم معین سره وکتل

د خوست ولایت یو شمېر علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج کرامت الله آخندزاده سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
لومړی د اسلامي زده‌کړو محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۳
Background image

بدخشان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو لابراتوارونه په اړینو ښونیزو توکو سمبال شول

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي چې د روان ښوونیز کال په درشل کې، د پوهنې وزارت د ټکنالوژۍ او ساینس مرکز ریاست په همکارۍ، د فیض آباد ښار سربېره په یو شمېر ولسوالیو کې د ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS