د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵۵
14

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د قرآن کریم د سورة الحزاب پر ژباړې او تفسیر سربېره، هغوی ته د روژې مبارکې میاشتې د فضایلو په نامه یوه رساله ووېشل شوه، ترڅو ټول منسوبین د دغې مبارکې میاشتي له فضایلو خبر او په عمل کې يې پلې کړي.  
په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر  لړۍ روانه وه. لکه؛ د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر  ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۲۲
Background image

په بادغیس ولایت کې ۶۰ تنه راستنېدونکي کډوال ماشومان د تعلیمي ارزونې لاندې ونیول شول

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه له هغوی څخه ازموینه واخیسته.
په دغه ازموینه کې شاوخوا ۶۰ تنو ګډون درلود، چې د مسوولینو په وینا، له بشپړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۱۴
Background image

په بامیان ولایت کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو ته ښوونیزې کڅوړې توزېع شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د ورس ولسوالۍ تقویتي ټولګیو اړوندو ۱۰۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي کڅوړې وېشل شوې دي.
یادې کڅوړې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

د کابل ولایت په چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو کې د ځینو ښوونځیو د ترمیماتي پروژو کارونه بشپړ شول

د کابل ولایت د چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې د تشنابونو جوړولو، د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کېندلو، د سولري سیسټمونو نصبولو، د دروازو ترمیم، رنګمالي او د احاطوي. . .

BACK TO NEWS