په تېر ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د پوهنې اړوند ۹۵۴ بابه تدریسي او اداري ودانۍ ترمیم شوې دي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۳:۳۹
14

د پوهنې وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په وینا، د تېر۱۴۰۳ لمریز کال پرمهال، په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې ۹۵۴ بابه اداري او ښوونیز مرکزونه بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د نوموړي په ​​وينا، په مرکز او ولایتونو کې د ۹۵۴ بابه ترمیم شویو ودانیو له جملې څخه یې ۸۷۱ بابه تدريسي او اداري ودانۍ د وزارت له عادي بودیجې څخه او پاتې ۸۳ بابه د همکارو ادارو په ملاتړ ترميم شوي دي.

لکه څرنګه چې پوهنې وزارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ نو د هېواد د تعلیمي سیسټم د ملاتړ لپاره زموږ د علم پروره هېوادوالو دوامداره مرسته او ملاتړ به دپوهنیز نظام په لازیاته پياوړتیا کې مهم اغېز ولري، ترڅو د هیواد بچیانو ته لازیات ښوونیز او روزنیز چوپړونه وړاندې شي.

له همدې امله، یو ځل بیا دعلم دوسته هېوادوالو، په ځانګړې توګه د شتمنو شخصیتونو او ملي سوداګرو څخه د دوامداره او پراخه مادي او معنوي ملاتړ غوښتنه کوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS