په لغمان ولایت کې د ۱.۵ مېلیون افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۳۲
12

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د مهترالمک عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د یو مېلیون ۵۸۸ زره۷۴۰ افغانیو په لګښت بشپړې او د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې وسپارل شوې.
د یاد ښوونځي د پرانیستلو پر مهال، د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد له چارواکو، ښوونکو او زده کونکو څخه وغوښتل چې د یاد ښوونیز مرکز ساتنې او مناسبې کارونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه د یاد ښوونځي مسئولینو د زده کونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په برخه کې، د پوهنې وزارت له پاملرنې خوښي او ستاینه څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS