د پوهنې وزارت سرپرست په رسمي سفر بدخشان ولایت ته ولاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۱۰
retyer

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، د بدخشان ولایت د پوهنیز وضعیت ارزونې او ښوونیز بهیر بیاکتنې په موخه، مرکز فیض آباد ته ورسېد.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د پوهنې نوي رئیس د پېژندګلوۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې یې د علم او پوهې پر ارزښت د خبرو سربېره، د یاد وزارت د پراختیایي پروګرامونو په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه نوموړي په ادارو کې د علمي کادرونو تقرر او تبدیلي یو اداري اصل وګاڼه او د یاد ولایت د پوهنې د پخواني رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني د ترسره کړو خدمتونو یادونه یې وکړه، مولوي محمد طاهر جواد یې د یاد ولایت د پوهنې د نوي رئیس په توګه معرفي او د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې یې نوموړي ته د خیر دعاء وکړه.

په دغو مراسمو کې د پوهنې وزارت د چارواکو او منسوبینو سربېره، د سیمه ییزو حکومتي ادارو یو شمېر مسئولینو، علماء کرامو او د خلکو استازو هم برخه درلوده.

په ورته مهال د پوهنې نوي رئیس په خپله وینا کې د اسلامي ا/مارت د مشرتابه عالي مقام او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د قدردانۍ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په خپل ټول توان او تجربې سره به هڅه وکړي، چې د یاد وزارت د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې ورسپارل شوې دنده په غوره او وجه احسن ډول ترسره کړي.

له بلې خوا د بدخشان ولایت یو شمېر چارواکو او علماء کرامو په خپلو ویناوو کې د پوهنې وزارت سرپرست او د هغه مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد وزارت د مشرتابه له هڅو، چې په دغه ولایت کې یې د پوهنیز کیفیت لوړولو او د هېواد پوهنیز سیسټم لپاره یې ترسره کوي، ستاینه وکړه او په یاده برخه کې یې د دوی پر مادي او معنوي ملاتړ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS