د کندهار ولایت په ښوونځیو کې د سیرت‌النبي (ﷺ) سترې سیالۍ پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۳۱
fdsa

د کندهار پوهنې ریاست، د فکري او کلتوري بنسټ په همکارۍ، د احمد شاه بابا لېسې په انګړ کې د سیرت‌النبي (ﷺ) د سیرت په تړاو رقابتي آزموینه واخیسته.

په یاده آزموینه کې د یو شمېر ښوونځیو څخه ۱۱۵۲ تنو زده‌کونکو برخه اخیستې وه، چې اساسي موخه یې د سیرت‌النبوي (ﷺ) په هکله د ځوانانو د پوهې کچې لوړوالی او د دیني ارزښتونو پیاوړتیا ده.

د کندهار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي او د سیمه ییزو ادارو یو شمېر چارواکو هم د دغو سیالیو په پرانیستنه کې برخه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، هغه زده‌کوونکي چې په دغو سیالیو کې معیاري نمرې ترلاسه کوي، په ستاینلیکونو او ډالیو به وویاړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS