لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۵۷
215

د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند د نوشهر په کلي کې د احمدیانو دیني مدرسې او احمدیه دارالایتام لپاره د یو محراب جومات د ودانۍ بنسټ ډبره. د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو په حضور کې کېښودل شوه.

د دغه جومات یو پوړیزه ودانۍ له ټولو اړینو لوازمو سره د یو کال په اوږدو کې جوړېږي او په یو وخت کې به د ۳۰۰ تنو څخه د زیاتو لمونځ‌کوونکو ظرفیت ولري.

د جومات جوړولو لګښت شاوخوا ۱۰۰زره امریکایي ډالر اټکل شوی، چې د ترکیې د یوه مذهبي شخصیت لخوا به تمویل شي.

د یادونې وړ ده چې پورته ذکرشوې دیني مدرسه او درالایتام د لوګر ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او اوس‌مهال شاوخوا ۲۵۰ تنه طالب‌العلمان پکې زده کړې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS