د سرپل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۳
21

د سرپل ولایت پوهنې ریاست لخوا د "۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د پرمختګ پلي کولو او تشرېح" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د څارنیز مدیریت روزونکو په همکارۍ، د پوهنې ریاست منسوبینو لپاره ترسره شو.

د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني وویل چې، د عملیاتي پلان مؤثر تطبیق، د ټولو څانګو ترمنځ لازمې همغږۍ، وړتیا لوړولو او جدي ژمنې ته اړتیا لري او د دې ډول ورکشاپونو جوړول یې د ښوونیزو او روزنیزو موخو ترلاسه کولو لپاره د بیاکتنې، ارزونې او انسجام لپاره یو مناسب فرصت وباله.

په بلان کې ده چې، همدغه ورکشاپ به درې ورځې دوام ولري او په په پایله کې به یې ګډون‌وال د ۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د ارزونې، شننې او پلي کولو له مېتودونو سره په نظري او عملي ډول آشنا شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS