د ننګرهار ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۵
12

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت ۲۳ ولسوالیو دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

د ننګرهار ولایتی مسئولینو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او دا یې د تعلیمي چارو په پرمختګ، د ټولنې د زیربناوو د پراختیا او ودې لپاره مهم او ارزښتناک وباله.

د یادونې وړ ده چې ګډون‌والو د دې پروګرام څخه تود هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

په فراه ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د فراه ولایت پوهنې ریاست د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو م/جاهدینو څخه چې د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د لوګر ولایت له ۳۹ بابه ښوونځیو سره د تدریسي وسایلو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري، د لوګر ولایت له بیارغول شویو ۳۹ بابه ښوونځیو سره، د اداري او تدریسي وسایلو مرسته وشوه، کوم چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون ۸۰۰زره افغانیو ته رسېږي.
په یاده مرسته. . .

BACK TO NEWS