د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۷
25

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د شیخ مصري صنعتي پارک لومړني ښوونځي ته د یوې تعلیمي همکارې ادارې لخوا د ۱۴۹ زره۶۰۰ افغانیو په لګښت ۸ عدده آی پاډ وپېرل شول.

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ باغک تعلیم القرآن مدرسې جومات ته د ۱۸۰ زره افغانیو په لګښت یو فرش د شهید اسدالله ورثې یو تن علم پروره شخصیت لخوا وپېرل شو.

بامیان

د بامیان ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او چارواکو لپاره "د دیني مدارسو د چارواکو او مدیرانو لپاره ځانګړي اداري لارښود" تر سرلیک لاندې د رسمي مکاتیبو او اداري اسنادو چمتو کولو لارښونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

هرات

د هرات ولایت پوهنې ریاست چارواکو په روان تعلیمي کال کې په رسمي او خصوصي ښوونځیو کې د ۱۰۲ زره څخه زیاتو نویو زده‌کوونکو د جذب اعلان وکړ.

هغوی په تعلیمي ادارو کې د ماشومانو ګمارنه مهمه وګڼله او ویې ویل چې ورته اړینې تعلیمي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS