د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار اړوند غلام حیدرخان عالي لېسې له آزموینو بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې محترم الحاج مولوي سخاء الله سعید، په داسې حال کې چې د کابل ښار پوهنې مسئولینو یې ملتیا کوله، د غلام حیدرخان عالي لېسې د زدهکوونکو له څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت محترم معین د یادې لېسې له مسئولینو سره تر لیدنې وروسته، د آزموینې په پروسه کې د مناسبې فضا او روڼتیا، د زدهکوونکو لپاره د سالم ښوونیز چاپېریال برابرولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ورپسې ټولګیو ته لاړ او د زدهکوونکو آزموینې بهیر یې له نږدې وڅاره.
د دغې لیدنې پرمهال د کابل ښار پوهنې چارواکو او د لېسې مشرتابه هر یو د پوهنې قدرمن معین ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د تل په څېر به خپلې دندې په صادقانه او وفادارۍ سره د اصولو سره سمې ترسره او د زدهکوونکو د پوهې کیفیت لالوړولو په برخه کې به خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.
