د پروان ولایت د یو شمېر ښوونځیو کارکوونکو لپاره روغتیایي روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۴۴
scfz

د پوهنې مسئولینو په حضور کې د پروان ولایت مرکز په شمول د سیاه‌ګرد او سیدخېل ولسوالیو د ۵ بابه ښوونځیو له ۲۵ تنو څخه زیاتو منسوبینو او ښوونکو لپاره " د اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي" تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د یاد ورکشاپ په پیل کې، د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي، د اسلام مبارک دین له نظره د پاکوالي په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د ورکشاپ له موضوعاتو څخه ډېره ګټه پورته کړي او د هغو ګټې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تشرېح کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS