د پوهنې وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ له تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۸
jlj

د پوهنې وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ یو پلاوي چې د تعلیمي وضعیت ارزونې په موخه یې کندهار ولایت ته سفر کړی، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي په ملتیا سپین بولدک ولسوالۍ ته لاړ او د دې ولسوالۍ له ګڼو ښوونیزو مرکزونو څخه یې لیدنه وکړه.

د پوهنې محترم وزیر د خپل سفر پرمهال د سپین بولدک ولسوالۍ له شاوخوا ۴۵۰ تنو دیني علماءکرامو او د مدارسو له مسئولینو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

نوموړي په خپله وینا کې د دیني زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلامي ا.مارت په ټول هېواد کې د پوهنیز نظام پیاوړتیا او پراختیا ته په بشپړ ډول ژمن دی.

همدارنګه، د پوهنې محترم وزیر په ځینو تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر، د طلابو او زده‌کوونکو وضعیت او د قرآنکریم د حفظ او تجوید پروسه وارزوله او اړوندو چارواکو ته یې د تعلیمي کیفیت لالوړوالي لپاره اړینې سپارښتنې وکړې.

د دې لیدنو موخه د یادو مرکزونو د تدریسي او اداري حالت ارزونه، د زده‌کوونکو تعلیمي کچې ارزول، ستونزو اورېدل، وړاندیزونه او په همدغه ولسوالۍ کې د اسلامي زده‌کړو کیفیت لاښه‌والي لپاره اړینې لارښوونې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS