د بدخشان ولایت د ښوونځیو کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۱۵
sdas

له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو او سرښوونکو لپاره "د اغېزمنې زده‌کړې او وړتیا لوړولو" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د پوهنې چارواکو په خپلو پرانیستونکو ویناوو کې د دغه شان ورکشاپونو جوړول د ذهنیت جوړونې، تجربو تبادلې او د ښوونکو او د پوهنې شوراګانو غړو د مسلکي مهارتونو لاښه‌والي په لور یو مهم ګام وباله او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د تدریس په برخه کې د روزنیز ورکشاپ له منځپانګې څخه ډېره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS