په میدان وردګ ولایت کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست روزونکو لخوا د یاد ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند د ساینسي مضمونونو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره ۱۲ ورځني روزنیز پروګرام پیل شو، چې موخه یې په فزیک، ریاضي، کیمیا او بیولوژي مضمونونو کې د ښوونکو عملي وړتیاوې لوړول دي.
د یاد سیمینار په جریان کې به ښوونکي د پورته ذکر شویو مضمونونو په عملي تجربو بلد او د مسلکي ښوونکو تر څارنې لاندې به د پوهنې ریاست په مرکزي لابراتوار کې عملي روزنه ترلاسه کړي.
د پوهنې چارواکو په وینا، دا هڅې د ساینس څانګې د ښوونکو مسلکي کچې لوړولو لپاره کېږي، ترڅو هغوی وکولی شي په خپلو اړوندو ښوونځیو کې عملي او مؤثر تدریس ترسره کړي.