د کابل ښار د ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۶
541514

په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو لخوا، د سوک‌وهنې ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکنې په موخه، د پوهنې کلپ د ۲۱ تنو لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ د اولمپیک ملي کمېټې په سوک‌وهنې فدراسیون کې ترسره شوې.

په پایله کې د لوبغاړو ترمنځ تر سختو سیالیو وروسته، د پوهنې کلپ څخه نقیب الله په ۷۵ کیلوګرام وزن کې لومړی مقام، عزیز په ۶۰ کیلوګرام وزن کې دویم مقام او احمدزي په ۴۸ کیلوګرام وزن کې درېیم مقام ترلاسه کړ، چې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست او اولمپیک ملي کمېټې لخوا د یادو سیالیو ګټونکو لوبغاړو ته جایزې او ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS