د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو فوټسال سیالۍ د اماني لیسې په سپورټي جمنازیوم کې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
545

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار د ۲۸ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اماني لېسې په سپورټي جمنازیوم کې پرانیستل شوې.

د یادو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې، چارواکو د دغه ریاست د پلانونو او سپورټي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې پوهنې وزارت د ځوانانو روغتیا او هوساینې او په هېواد کې د تعلیمي مرکزونو د زده‌کوونکو ترمنځ د سپورټ ودې ته جدي پام کوي.

همدارنګه د یادو سیالیو په لومړي پړاو کې، کله چې د اماني او علامه فیض محمد کاتب لېسو د زده‌کوونکو لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې، د اماني لېسې لوبډله ۱-۰ ګټونکې اعلان شوه.

په ورته مهال د محمد علم فیض زاد او سید اسماعیل بلخي لېسو د زده‌کوونکو ترمنځ لوبه، د سید اسماعیل بلخي لیسې په ګټه پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ به په راتلونکو څو ورځو کې د پورته ذکر شویو ښوونځیو د زده‌کوونکو د سپورټي لوبډلو ترمنځ دوام وکړي او په پای کې به ګټونکې لوبډلې د سپورټي کپونو په ورکولو سره وهڅول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS